جرمني او نور لویدیځي هیوادونه دې په افغانستان کې خپل سفارتونو پرانیزي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125362-جرمني_او_نور_لویدیځي_هیوادونه_دې_په_افغانستان_کې_خپل_سفارتونو_پرانیزي
لویدیځي هیوادونه له  داسې باثباته افغانستان سره دلچسپي لري چې پکې د داعش ډلې د لاغزیدیا مخنیوی وشي او مرګ ژوبلې پکې کمې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2022 02:59 Asia/Kabul
  •  جرمني او نور لویدیځي هیوادونه دې په افغانستان کې خپل سفارتونو پرانیزي

لویدیځي هیوادونه له  داسې باثباته افغانستان سره دلچسپي لري چې پکې د داعش ډلې د لاغزیدیا مخنیوی وشي او مرګ ژوبلې پکې کمې شي.

 د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو سیاسی مرستیال  مارکوس پوټزل چې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶کال پورې په مودې کې  په افغانستان کې د سفیر په توګه هم پاتې شوی دی ،په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ،زمان غوښته داده چې  لویدیځي هیوادونه  دې بیرته په کابل کې خپلې نمایندګۍ ولرل شي. هغه ووئیل، لویدیځي هیوادونه   په افغانستان کې د حالاتو ارزونه لاآسانولی شي.

ایرناخبری آ ژانس راپور ورکړ، هیره دې نشي چې جرمني  او نور  لویدیځي هیوادونه په افغانستان کې ګټې لري.  پوټزل  په دوام  کې زیاته کړې ده ،د طالببانو په رسمیّت پيژندل باید  دسفارتونو له پرانیستو سره په یووخت ترسره نشي.

ددغه جرمني لوړپوړي  چارواکي له نظره،لویدیځي هیوادونه  له داسې باثباته افغانستان سره دلچسپي لري چې پکې دداعش ډلې د لاغزیدیا مخنیوی وشي او مرګ ژوبلې پکې کمې شي.

داپه داسې حال کې دي چې تیر کال د پخواني حکومت په نسکوریدا سره،لویدیځي  هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او خپل کارکونکي ئې هم له افغانستانه ویستل او امریکا هم د افغانستان له  شل کلن نیواکه وروسته بې اسرې پریښود او ان تردې چې له وتلو وروسته ئې د طالبانو بیرته واک ته د رسیدا په پلمه پر افغان ولس بې رحمه او ظالمانه بندیزونه هم ولګول چې د افغانانو ژوند ئې لاپسې تریخ او ترینګلی کړ.