که ښځینه محصلینوته د زده کړواجازه ورنکړل شي ډیرپوهنتونونه به بند شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125416-که_ښځینه_محصلینوته_د_زده_کړواجازه_ورنکړل_شي_ډیرپوهنتونونه_به_بند_شي
د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 28, 2022 12:12 Asia/Kabul
  • که ښځینه محصلینوته د زده کړواجازه ورنکړل شي ډیرپوهنتونونه به بند شي

د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.

 

 افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه خبرداری ورکوي چې که ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي د اقتصادي ستونزو له امله به ډېر پوهنتونونه وتړل شي.

د افغانستان د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.

ناصري په دې اړه وويل: اقتصادي ستونزې زياتې شوي او اوس له ٣٠ تر ٣٥ پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که حل نه شي ښايي وتړل شي.

په همدې حال کې د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي چې د خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې پراته خنډونه به لیرې کړي.

د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیې اعلان کړی چې دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو خصوصي موسسې فعالیت کوي چې شاوخوا ۲۰۰ زره محصلین په کې زده کړې کوي.  د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د نجونو د زده کړې او روزنې بهير وځنډاوه. یو داسې عمل چې سخت داخلی او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.