کرزي د افغان کډوالو په بد حالت اندیښنه څرګنده کړه
(last modified Sun, 01 Jan 2023 01:36:05 GMT )
Jan 01, 2023 06:06 Asia/Kabul
  • کرزي د افغان کډوالو په بد حالت اندیښنه څرګنده کړه

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کښې د افغانستان د کډوالو په تیره بیا د ماشومانو او د ښځو حالت دردونکي وباله.

کرزي په تیرې جمعې ورځ په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل د افغانستان له زنداني کړې شویو کډوالو سره د پاکستان د پولیسو کړچار نامناسب او د ارزښتونو پرخلاف دی.

هغه یوځل بیا د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې د افغانستان له کډوالو سره د نړیوالو معیارونو او د بشري حقوقو د اصولو پراساس چلند وکړي.

د پاکستان په سیند صوبې په تیره بیا د کراچۍ ښار په زندانونو کښې د زنداني شویو افغان کډوالو حالت ناوړه ښودل شوی دی.

په افغانستان کښې د امریکا شل کاله نیواک او کورنیو جنګونو میلیونونو خلک ګاونډیو هیوادونو ته کډوال کیدا ته مجبوره کړي دي.

تیر میلادي کال واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته له افغانستان څخه د خلکو خارج ته وتل ډیر زیات شوي دي.