افغانستان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126002-افغانستان_د_قحطۍ_له_خطر_سره_مخامخ_دی
یو اروپايي چارواکی وایی، د افغانستان د روان حالت د دوام په بڼه کښې، د دغه هیواد شپږ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخامخیږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2023 04:12 Asia/Kabul
  • افغانستان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دی

یو اروپايي چارواکی وایی، د افغانستان د روان حالت د دوام په بڼه کښې، د دغه هیواد شپږ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخامخیږي

یو اروپايي چارواکی وایی، د افغانستان د روان حالت د دوام په بڼه کښې، د دغه هیواد شپږ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخامخیږي

د ناروی د کډوالو د شورا مشر یان اګلنډ چې کابل ته تلی دی، پرون د ټویټر له لارې یو پیغام کښې وویل: په غیرحکومتي ارګانونو کښې د ښځو په کار د بندیز د دوام په بڼه کښې به په افغانستان کښې شپږ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخامخ شي.

هغه زیاته کړه: د دغه حالت په دوام سره شپږ زه ماشومان له زده کړې بې برخې پاتې کیږي، دیارلس میلیونه خلک له پاکو اوبو او څوارلس میلیونه کسان به له صحي او درملیزو خدماتو محروم شي.

هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې میرمنو ته د کار اجازه وکړي. هغه په کابل کښې د طالبانو د کډوالو د چارو او د اقتصاد د وزارت له سرپرست سره ملاقات وکړ.

طالب چارواکو هم ویلې دي چې هڅه کوي د شریعت په چوکاټ کښې د ښځو لپاره د کار او زده کړې زمینه برابره کړي.