د افغانستان د زړه ناروغۍ ماشومان روغتونونو ته پيژندل شوي
زمونږ خبریال وايي څلوردیرش ماشومان چي د سوري زڕه ناروغان ول د افغاني سري مياشتي له لوري روغتونونه ته ور وپيژندل شول.
هغه 34 ماشومان چي د سوري زڕه ناروغي يي درلوده د افغاني سري مياشتي له طرفه د فرانسويانو او آريانا روغتونونه ته ور وپيژندل شول.
په تيرو سو مياشتو كي د افغانستان پلازمينه(كابل) كي (542) هغه ماشومان چي زڕونه يي سوري درلودل د افغانې سرې میاشتې له خوا بيلابيلو روغتونونو ته ور پيژندل شوي دي.
افغاني سري مياشتي پر خپل ټویټر پاڼې ليكلي دي چي، هر هغه ماشوم چي د سوري زڕه ناروغي لري، د هغه لګښت له (21000) تر (75000) افغانيو پوري رسیږي چې ټول لګښت یې افغاني سري مياشتي په خپله غاڕه اخيستي دي.
ویل کیږي په روغتونونو كي د درملني پر مهال د ناروغ او پايواز ټول مصرف هم د افغاني سري مياشتي له لوري ور كول كيږي.
باید وویل شي چه په افغانستان کې ډیری ماشومان د سوري زړه په ناروغۍ دې نړۍ ته راځي چې په درملنه یې والدین نه شې کولای ټول لګښتونه پرې کړي.