په افغانستان کې د قخطئ په باب خبرداری
په افغانستان کې د ساړۀ او د اقتصادي بحران په سختیدا سره په دغه هیواد کې د قخظۍ د رابرسیره کیدا په باب نړیوال خبرداري زیات شوي دی اوپر دې ټکي ټینګار کوي، چې که په افغانستان کې اوسنی وضعیّت دوام وکړي،نو ښائي ددغه هیواد کابو شپږ میلیون خلک له قخطۍ سره مخ شي.
د ناروې د کډوالو دشورا مشر یان اګلنډا چې کابل ته ئې سفر کړی دی،په یوه ټولنیز پیغام کې ووئيل،په غیرحکومتي اورګانونو او موسیسو کې دمیرمنو د کار د ممنوعیّت په دوام کې،به په افغانستان کې کابو شپږمیلیون خلک له قخطئ سره مخامخ شي. د ناروې دکډوالو د شورا مشر ټينګار کړی،ددغه وضعیّت په دوام سره شپږلکه ماشومان له زده کړې پاتیکیږي، دیارلس میلیون کسان دڅښاک له اوبو او دغه راز څوارلس میلیون خلک به له درملنې او روغتیائي خدماتو محرومه پاتې شي. یان اګلنډ چې پرون کابل ته تللی ، د طالبانو له چارواکو وغوښتل میرمنو ته دې د کار اجازت ورکړي.له دې ورتیر چې دا غوښته د طالبانو له کوم چارواکي مطرح کوي،باید دې واقعیّت ته توجه وشي چې د افغانستان په تیرو څلورو لسیزو داخلی جنګونو او نیواک په پړاؤ کې ډیری میرمنو خپل خاوندان له لاسه ورکړي دي او په میلیونونو ماشومان هم یتیم شوي دي او دا په دې معنا ده چې په افغانستان کې په ډيرو کورنیو کې میرمنې د نان او نفقه راوړونکي دي چې په حکومتي ادارو او یاپه خصوصي اورګانونو او موسیسو کې کار کوي، په دې اساس ددغو میرمنو له کاره منع کول ، په لکونو کورنۍ په تیره بیا د هغوي بچیان په تیره بیا د خوړو او درملوپه برخه کې له جدي مشکلاتو سره مخ کولی شي. د افغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه حسینی مزاري په دې باب وائي؛ په داسې حال کې چې تمه دا ده د اسلامی ملګرتیاموسیسې او یا اسلامی هیوادونو چارواکي د طالبانو له چارواکو سره د لیدوکتو لپاره کابل ته سفر وکړي،د اروپائي هیوادونو چارواکي دغه کار کوي، چې د اسلامی هیوادونو دډيپلوماسۍ دکمزورتیا او په اسالمی نړۍ کې یوې هغې مهمې موضوع ته دبې پامۍ نښه ده چې دافغانستان د لکونو خلکو ژوند ګواښي:
شک نشته چې د افغانستان د ولس دمشکلاتو اصلی سببونه،په افغانستان کې دامریکائي او انګریز عسکرو په تیرو دوو لسیزو جنایتونو کې ریښه لری او اوس هم امریکا د افغانستان د ولس د کابو لس میلیارډډالری شتمنیو په کنګل کولو سره او دغه راز د دبندیزونو په لګولو سره، د افغانستان د خلکو مشکلات لازیات کړي دي او دلویدیځ د بشري حقوقو اورګانونو هم د افغانستان د خلکو پر ضد دلویدیځي هیوادونو د جنایتونو پر دوام سترګې پټې کړي دي. امریکایانو د افغانستان په دوه لسیزې نیواک کې د کوکنارود کښت په پټه ملاتړونو سره کروندګر،د لازیاتو نشه ایزو موادو د کرلو په لور وکاږل او اوس افغانستان د خپلو لومړنیو اړتیاؤ په تیره بیا د کرهڼې په برخې په تامینولو کې بې وسه دي. دافغانستان د مسئلو یو کارپوه امین فرجاد هم په دې دباب وائي، افغانستان د کرهڼیزو چارو لپاره د اوبه خور له پلوه له ډير و ظرفیّتونو برخمن دی له بده مرغه په مخکینیو کلونو کې دغه ظرفیّتونه د کوکنارو دکر لپاره کاږل شوي او نیواکګر د کوکنارو د کر په ځاي د بل فصل د کرلولپاره د ایران د اسلامی جمهوریت دپلان د اجرا کیدا خنډ شول څو دافغانستان کرهڼيزه برخه،د خپلو خلکو دخوراکي او مهمو اړتیاؤ چارې تامین نه کړائ شي.
په هرحال،د افغانستان دنیواک له پړاوه باقي پاتې جوړښتي مشکلاتو ترڅنګ،په خصوصي برخو کې د میرمنو له کارونو څخه دمنع کولو پشمول په عمومی چارو کې د طالبانو سترو سیاستونو هم دافغانستان د خلکو په تیره بیا دهغو کورنیو مشکلات ډير زیات کړي دي چې میرمنې ئې سرپرستې دي.. له دې امله دافغانستان خلک تمه لري ، هغه داخلی مشکلات چې په ځينو سیاستونو په بیا کتنې سره د حل وړ دي ، ختم شيڅو د افغانستان پر ولس تپلی بهرني مشکلات پر دوي لازیات اجتماعي او اقتصادي دباؤنه زیات نه کړي.. په عین حال کې د افغانستان خلک تمه لري، ملګري ملتونه هم پر امریکا د نړیوالو دباؤنو په زیاتولو سره ددغه هیواد دشتمنیو د آزادولو سببونه برابر کړيڅو د افغانستان د خلکو مشکلات او ستونزې کمې شي. په دې مینځو میان کې د ولسی او رګانونو او موسیسو هم د افغانستان د خلکو دبد وضعیّت په باب په خبرداریو بسنه ونه کړي او د نړیوالو کمپاینونو ته په مخه کولو سره دې د افغانستان د خلکو دمشکلاتو جدي ختمولو اقدام وکړي. طالب مسئولانو هم وئیلي دي ،هڅه کوي، دشریعّت په چوکاټ کې د میرمنو او انجونو د زده کړې او کارکسب زمینه برابره شي.