په افغانستان کې دسړې هوا له امله ۷۰ کسان وژل شوي دي
د طالبانو له طبیعی پیښو سره د مبارزې وزارت تاییدوی چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان او ۷۰ زره څاروی مړه شوی دی.
د طالبانو له طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې په وروستیو ورځو کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه مړه او ۷۰ زره څاروي له منځه تللي دي.
افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی چی د طالبانو له طبیعی پیښو سره د مبارزې وزارت تاییدوی چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سړې هوا له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان او ۷۰ زره څاروی مړه شوی دی.
د دغه وزارت چارواکو نن وویل چې تېره اونۍ په دغه هېواد کې ۷۰ کسان او ۷۰ زره څاروي خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د بادغیس، هرات، نیمروز، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فاریاب، سرپل، غور، بدخشان، دایکندي، هرات او نورو ولایتونو سیمهییزو سرچینو هم د یخنۍ له امله د انسانانو او حیواناتو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو هم ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان ډې ولایتونه د غیر معمولي سړې هوا شاهدان دي، چې له امله یې په غور ولایت کې د تودوخې تر ټولو ټیټه درجه منفي ۳۳ درجې ثبت شوې ده.