د اسلامي ملګرتیا سازمان له افغانستان سره ۳ ميليونو ډالري مرستې پيل کړې
د افغانستان لپاره د اسلامي ملګرتیا د سازمان استازي ډاکټر محمد سعید آل عیاش د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره ليدلي.
تاند خبري سایټ لیکلي چې د متقي دفتر وايي د لیدنې په پیل کې سعید د سازمان د سرمنشي حسین ابرهیم طه له لورې د بهرنیو چارو وزارت مخته پر غزېدلي سړک د خونړۍ پېښې په تړاو د تسلیت پیغام شریک کړاو دا یې یوه دردناکه پېښه وبلله.
نوموړي افغانستان ته د O.I.C په مشرۍ د اسلامي نړۍ د علماوو او بشري مرستو رسونې په برخه کې د تخنیکي هېئتونو د وراتګ خبر ورکړ، دغه راز نوموړي وویل چې نن د دغه سازمان له لورې د درې میلیونه ډالرو مرستو د وېش بهیر پیل شو.
ورپسې ملا متقي د هغوی له غمرازۍ مننه وکړه، له افغانانو سره د هغوی مینه او اخلاص یې د ستاینې وړ وباله او هیله یې وښوده چې ياد شوی سازمان د دوی رژيم سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.
يو شمېر خلکو بيا پر ياد شوي سازمان او اسلامي هېوادونو نيوکې کړي، چې افغانستان سره يې په سخت وضعيت کې هيڅ د پام وړ مرسته نه ده کړې.