لوګر کې ترافیکي پېښې ۸ تنه ټپیان کړل
Jan 21, 2023 12:43 Asia/Kabul
لوګر کې ترافیکي پېښې ۸ تنه ټپیان کړل
د افغانستان د لوګر ولایت په محمد اغي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د شپږو میرمنو په ګډون ۸ تنه ټپیان شول.
د طالبانو د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس ویلي چې یاده پېښه نن سهار د محمد اغي ولسوالۍ مرکزپه زاهد اباد سیمه کې د سراچه موټر د چپه کېدو له امله شوې، چې په کې د یو ماشوم او ۶ میرمنو په ګډون ۸ تنه ټپيان شوي.
د پېښې د څلور تنو ټپيانو حالات هم نازک ښودل شوی دی.
ټیګونه