په افغانستان کې تېرو ۱۱ ورځو کې ۱۰۴ تنه مړه شوي
Jan 21, 2023 13:41 Asia/Kabul
په افغانستان کې تېرو ۱۱ ورځو کې ۱۰۴ تنه مړه شوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت چارواکي وایي، په تېرو ۱۱ ورځو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د ګاز نیونې، سیلابونو، سړې هوا او اورلګیدنې پېښو کې ۱۰۴ تنه مړه شوي دي.
د یاد وزارت ویاند شفیع الله رحیمي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې یادې پېښې په تخار، بدخشان، نیمروز، کندهار، لغمان، غزني، ارزګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، پکتیکا، بلخ، سمنګان، بامیان او هرات ولایتونو کې شوي چې د مړو شویو کسانو سربېره یې ۵۰ هستوګنځي هم ویجاړ کړي او نږدې ۷۰ زره څاروي یې له منځه تللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې خلک دوی ته د ژوند ژغورلو په موخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
ټیګونه