افغانستان کښې ۲۸ میلیونه کسان انساني مرستو ته اړتیا لر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126592-افغانستان_کښې_۲۸_میلیونه_کسان_انساني_مرستو_ته_اړتیا_لر
ملګرو ملتو وویل چې په روان میلادي کال کښې په افغانستان کښې ۲۸ میلیونه خلک انساني مرستو ته اړمن دي چې د تیر کال په پرتله یې بې مخینې زیاتوالی لرلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2023 01:48 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې ۲۸ میلیونه کسان انساني مرستو ته اړتیا لر

ملګرو ملتو وویل چې په روان میلادي کال کښې په افغانستان کښې ۲۸ میلیونه خلک انساني مرستو ته اړمن دي چې د تیر کال په پرتله یې بې مخینې زیاتوالی لرلی دی

د ملګرو ملتو د بشردوستانه مرستو غږملوونکي دفتر (اوچا) وویل چې په روان میلادي کال کښې په افغانستان کښې د اړمنو کسانو اندازه ۲۸.۳ میلیون کسانو ته رسیدلې ده.

اوچا په خپل ټویټر کښې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي دي چې د تیرو پنځو کالو په پرتله د اړمنو کسانو اندازې کابو ۳۵۰ فیصده زیاتوالی لرلی دی.

د اوچا په وینا، اقتصادي زوال، موسمي بدلونونه، لوږه او د جنګ اغیزې په افغانستان کښې د اړمنو کسانو د شمیر د زیاتیدو سبب شوې دي.

د اوچا د احصائیو له مخې، په ۲۰۱۹ میلادي کال کښې په افغانستان کښې انساني مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر ۶.۳ میلیونو ته رسیدلی و. په ۲۰۲۰ کال کښې دغه شمیر ۱۴ میلیون کسانو، په ۲۰۲۱ کښې ۱۸.۴ میلیونو او په تیر ۲۰۲۲ کال کښې ۲۴.۴ میلیون تنو ته او هم داشان په روان میلادي کال کښې دغه شمیر ۲۸.۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی.

د ملګرو ملتو د انساني مرستو غږملونکي دفتر په دوام کښې د خلکو د اقتصاد د کمیدو په هکله ویلي دي چې له ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۲ کلونو ترمینځ د خلکو اوسط پور ۳۰ فیصدو ته زیات شوی دی.