امریکایي چارواکي وایي، ۸۳ سلنه موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126742-امریکایي_چارواکي_وایي_۸۳_سلنه_موسسو_افغانستان_کې_خپل_فعالیتونه_ځنډولي_دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ سلنه مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • امریکایي چارواکي وایي، ۸۳ سلنه موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ سلنه مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته ۸۳ سلنه مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه یا ځنډولي او یاهم کم کړي دي.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې  د ط البانو دا پرېکړه د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو نه ده او دې چارې ۲۸ میلیونه افغانان، په ځانګړې ډول مېرمنې او ماشومان له ستونزو سره مخ کړي دي.

نېډ پرایس دغه راز ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې را هیسې له افغانانو سره ۱.۱ میلیارده ډالره بشري مرسته کړې ده.

د هغه په خبره، دا اندازه پیسې د ط البانو له لوري نه، بلکې د مرستندویه ادارو له لوري پر افغانانو وېشل شوې دي.