برېټانیه کې ۱۲ پناه غوښتوونکې ماشومان ورک دي
د برېټانیې هېواد د کډوالو چارو وزارت چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د ۱۲ افغانانو په ګډون ۲ سوه ماشومان چې د پناه غوښتوونکي وو، ورک دي.
د برېټانیې هېواد د کډوالو چارو وزارت چارواکي وایي، په دغه هېواد کې د ۱۲ افغانانو په ګډون ۲ سوه ماشومان چې د پناه غوښتوونکي وو، ورک دي.
د برېتانیا د کډوالۍ وزیر رابرت جنریک، پرون د برېتانیا پارلمان ته وویل، د ماشومانو د ورکېدو ۴۰۰ پېښې شته، چې لا هم د ۲۰۰ ماشومانو د برخلیک په اړه معلومات نشته.
نوموړي زیاته کړه، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي، پاتې ۱۲ نور یې د افغانستان، مصر، ویټنام، پاکستان او ترکیې دي.
د برېتانیا دغه چارواکی وايي، د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتې راهیسې تر څلور لکه او ۶۰۰ ډېر ماشومان چې څوک ورسره نه وو، د برېتانیا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.