په افغانستان کې د برېښنا ستونزې، وړاندیزونه او د مسؤلینو ځوابونه
د تهران راډیو د هندارې خپرونې درنو اوریدونکو! په دې خپرونه کې مو په افغانستان کې د برېښنا ستونزې، وړاندیزونه او د ستونزو د حل په برخه کې پیل شویو اقداماتو په اړه مو بحث کړی. د خپرونې کوربه : عطا،الله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: د ا.آ.ا سرپرست حکومت د برېښنا عمومي شرکت ویاند حکمت الله میوندي او ملي سوداګر حاجي سیداغا عرب
په وروستیو کلونو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا بندېدل د افغانستان دایمي ستونزه شوې ده.
په تېرو کلونو کې د برېښنا د مزو او ستنو ویجاړېدل برېښنا شرکت ته لوی مالي زیانونه اړولي او هر کال به یې په میلیونونه افغانۍ په افغانستان کې د وارداتي برېښنا د مزو او ستنو پر بیا رغونه لګولې؛ د دې سربېره د برېښنا پر هر ساعت پرچاوی دا شرکت کابو درې میلیونه افغانۍ زیان مومي.
د برېښنا د نشتوالي له امله د برېښنا کاروونکي هم ډېر زیانمنېږي او پر کورنیو سربېره تولیدي شرکتونو او بنسټونو، هټیو او چاپخونو ته هم میلیونونه افغانۍ زیان رسېږي.
په وروستیو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د برېښنا ستونزې زیاتې شوي، د اسلامي امارت د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په ګډون ګڼ شمېر چارواکو، سیاسي مشرانو او عامو خلکو په ازبکستان نیوکې وکړې چې په دې سختو حالاتو کې یې په افغانستان برېښنا پرې کړې.
خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د سلواغې پر درېیمه نېټه په یوه بیانیه کې وویل، چې افغانستان ته برېښنا په دې وروستیو کې د سړې هوا، د سونتوکو د کمښت او د حرارتي انرژۍ په مرکزونو کې د ستونزو له امله پرې شوې وه.
په همدې حال کې د طالبانو د رسنیو د مرکز رییس انعامالله سمنګاني سه شنبه د سلواغې پر څلورمه په یوه ټویټ کې ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د بیا پیل په اړه ډاډ ورکړی دی.
د ازبکستان وارداتي برېښنا د ۲۵۰ مېګاواټه له نښلولو سره د برېښنا پرچاوۍ په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې کموالی مومي، خو دا ستونزې څه ډول په اساسي ډول حل کېدای شي؟
د برېښنا عمومي شرکت کوم اقدامات کړي ؟
تر کومې به افغانان د برېښنا د نشتوالي ستونزې سره مخ وي؟
د برېښنا له امله کومې ستونزې رامنځته شوي؟
دا او یو شمېر نورې پوښتنې مو د تهران غږ راډیو په اوسنۍ هنداره خپرونه کړې کړي.