Feb 01, 2023 11:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو د مشر په لیرې کولو غور روان دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان یوې رسنۍ د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په دلیل د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر په بدلولو باندې د غور کولو خبر ورکړ.

د هندوستان یوې رسنۍ زیاته کړي ده چې د افغانستان د طالبانو د حکومت لوړرتبه چارواکي د دغه حکومت د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوند زارده په څنګ ته کولو د غور کولو په حال کښې دي.

د هندوستان دغه رسنۍ د طالبانو د حکومت د مشر د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ملا هیبت الله اخوند زاده د احتمالي ځای ناستي په توګه معرفي کړی دی.

د افغانستان د طالبانو لوړرتبه چارواکي د ملا هیبت  الله اخوند زاده په څنګ ته کولو د غور علت په هیواد کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز وباله ځکه چې د دوې له نظره د ښځو د زده کړې د موضوع په هکله د ناهیلیو زیاتیدل د طالبانو د حکومت د وحدت د ګډوډیدا لپاره یو ګواښ دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغه راپور په هکله څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې د افغانستان د طالبانو د لوړرتبه چارواکو ترمینځ له اختلاف سره سره دغه ډله له دغو اختلافاتو انکار کوي.

 

 

ټیګونه