د کورنیو تولیداتو کارول د حکومت لومړیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127396-د_کورنیو_تولیداتو_کارول_د_حکومت_لومړیتوب_دی
دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل څلورم سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.
(last modified 2023-02-05T04:15:49+00:00 )
Feb 05, 2023 08:16 Asia/Kabul
  • د کورنیو تولیداتو کارول د حکومت لومړیتوب دی

دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل څلورم سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر هرات ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې وڅېړلې او د حل ژمنه یې وکړه. نوموړي د دې په څرګندولو سره چې طالبان  کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکوي، ټینګار وکړ چې مسؤلین یې هڅه کوي چې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

افغان غږ خبری آژانس وایی  دافغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرات ته د خپل څلورم سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سوداګرو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې وڅېړلې.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې د صنعتي ښارګوټي د برېښنا يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې دا مهال ګاونډي هېوادونه د برېښنا په توليد کې ستونزې لري، نو په صنعتي ښارګوټي کې برېښنا پرې شوې ده، خو ډېر ژر به له صنعتي ښارګوټي سره ځانګړې برېښنا وصل شي.

په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس مولانا نعيم الحق حقاني د صنايعو له وزير څخه وغوښتل چې د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

مولانا حقاني زیاته کړه: هرات خپلې غوښتنې لري، چې تمه ده دغه ولایت ته د سوداګرۍ او صنایعو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې مطرح کړي. د يادونې وړ ده، چې هرات ولايت دافغانستان  يو له صنعتي ولايتونو دى، چې د صنعتي توکو او خوراکي توکو په بېلابېلو برخو کې توليدات لري.