د پاسپورت ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تورنیول شوي
هغه زياتوي چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.
د طالبانو ویاند وايي چې تر اوسه د پاسپورتونو د عمومي ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي، خو د پاسپورټونو د ویش د ځنډیدو لامل تخنیکي ستونزې دي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد وايي طالبان د فساد له منځه وړلو ته ژمن دی او اوس د پاسپورت دفتر له فساد ه پاک شوی دی.
مجاهد طل وویل: له پرمختګونو وروسته موږ د پاسپورټونو له کمښت سره مخ شو او یو شمېر جعل او کمېسون هم ترسره شو، زما معلومات دا دي چې تر اوسه له دې ادارې څخه ۳۰۰ کسان د فساد په تور له دندو ګوښه او نیول شوي دي.
هغه زياتوي چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.
په ورته وخت کې د کابل ښاریان وايي چې پاسپورټ درلودل د هر وګړي حق دی او طالبان باید د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل کړي. دوی ادعا کوي چې پاسپورتونه د زیاتو پیسو په بدل کې خلکو ته ویشل شوي دي.