د پاسپورت ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تورنیول شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127418-د_پاسپورت_ریاست_۳۰۰_کارکوونکي_د_فساد_په_تورنیول_شوي
هغه زياتوي چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.
(last modified 2023-02-05T07:19:28+00:00 )
Feb 05, 2023 11:47 Asia/Kabul
  • د پاسپورت ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تورنیول شوي

هغه زياتوي چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.

 

د طالبانو ویاند وايي چې تر اوسه د پاسپورتونو د عمومي ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي، خو د پاسپورټونو د ویش د ځنډیدو لامل تخنیکي ستونزې دي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح ا...مجاهد وايي طالبان د فساد له منځه وړلو ته ژمن دی او اوس د پاسپورت دفتر له فساد ه پاک شوی دی.

مجاهد طل وویل: له پرمختګونو وروسته موږ د پاسپورټونو له کمښت سره مخ شو او یو شمېر جعل او کمېسون هم ترسره شو، زما معلومات دا دي چې تر اوسه له دې ادارې څخه ۳۰۰ کسان د فساد په تور له دندو ګوښه او نیول شوي دي.

هغه زياتوي چې تر اوسه پورې په دې رياست کې تخنيکي ستونزه نه ده حل شوې، نو له همدې امله د پاسپورټونو وېش بند شوى دى.

په ورته وخت کې د کابل ښاریان وايي چې پاسپورټ درلودل د هر وګړي حق دی او طالبان باید د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل کړي. دوی ادعا کوي چې پاسپورتونه د زیاتو پیسو په بدل کې خلکو ته ویشل شوي دي.