د افغانستان طالبان له سوریې او ترکیې سره مرسته کوي
Feb 08, 2023 01:07 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړی په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د دغه هیواد د خلکو له بې وزلۍ سره سره د ترکیې او د سوریې له زلزله ځپلیو سره د مالي مرستې لپاره میلیونونو افغانۍ بیلې کړې.
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت پرون وویل د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره لس میلیونه افغانۍ د ترکیې له زلزله ځپلیو خلکو سره او پینځه میلیونه نورې افغانۍ هم د سوریې له زلزله ځپلیو سره مرسته کوي.
دغه وزارت وویل چې مونږ ترکیې او سوریې ته د درملنې د ډلې او د ژغورنې او د مرستې د رسونې د ډلې د استولو په هدف سره تیارسی اعلان کړی دی.
په ترکیې او سوریې کښې دوو سختو زلزلو دغه دوه هیوادونه د پام په مرکز بدل کړي دي.
ټیګونه