Feb 11, 2023 16:06 Asia/Kabul
  • طالبانو د امریکا غږ او د ازادۍ راډیواینټرنیټ پاڼې بندې کړې

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ په افغانستان کښې د ازادۍ راډیو او د امریکا غږ راډیوګانو اینټرنیټ پاڼې وتړل شوې.

د افغانستان د  خبریالانو مرکز وویل د امریکا غږ او د ازادۍ راډیو د پښتو او د فارسۍ ژبو راډیوګاڼو اینټرنیټ سایټونه د طالبانو د حکومت په حکم وتړل شول.

د افغانستان په ختیځو او لویدیځو ولایتونو او کابل کښې ځینو مخاطبانو د خبریالانو مرکز ته وویل د اینټرنیټ په خدماتو او د مخابراتو په ټولو چینلونو کښې د دغو دوو راډیوګانو اینټرنیټ پاڼو ته په لاسرسي کښې محدودیت یو شان نه دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت هم دوه میاشتې مخکې د امریکا غږ او د ازادۍ راډیو په ټيلي ویژن پروګرامونو باندې بندیز لګولی و.

 

ټیګونه