نړیواله ټولنه دې د افغانستان ولس له نابودۍ وژغوري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128248-نړیواله_ټولنه_دې_د_افغانستان_ولس_له_نابودۍ_وژغوري
د میونیخ درې ورځنۍ امنیتی ناسته  د ترسره کیدا په حال کې ده او دنړۍ د هیوادونو لوړپوړي چارواکي  د نړۍ  د اوسنیو حالاتو په باب خپل نظرونه پکې څرګندوي.
(last modified 2023-02-19T20:52:24+00:00 )
Feb 20, 2023 01:19 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د افغانستان  ولس له نابودۍ وژغوري

د میونیخ درې ورځنۍ امنیتی ناسته  د ترسره کیدا په حال کې ده او دنړۍ د هیوادونو لوړپوړي چارواکي  د نړۍ  د اوسنیو حالاتو په باب خپل نظرونه پکې څرګندوي.

 د افغانستان د مقاومت شورا  د طالبانو پر سیاستونو په سختو نیوکو سره غوښته کړې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د ولس په وړاندې خپل انفعالی دریځ بدل کړي .

ایرنا خبری آژانس راپور روکړو د افغانستان د مقاومت شورا پرون  په یوې اعلامیې کې د جرمني د میونیخ غونډې پر ګډون کونکو غږ کړی،اجازت دې ورنه کړي چې  دڅلویښت میلیوني آبادۍ یو هیواد دی وې جنایتکارې او ترهه ګرې دلې  له خوا دبشپړ نابودۍ په لور وکاږل شي.

د میونیخ درې ورځنۍ امنیتی ناسته  د ترسره کیدا په حال کې ده او دنړۍ د هیوادونو لوړپوړي چارواکي  د نړۍ  د اوسنیو حالاتو په باب خپل نظرونه پکې څرګندوي.

د افغانستان د مقاومت شورا په دغې ناستې کې د ګډون کونکو په نامه د یوه لیک په لیږلو سره  پر دوي غږو کړی چې  د طالبانو په ځاي دې  په افغانستان  کې  له راتلونکي ځواک څخه په ملاتړ سره دې د هراړخیز پالنې ، د بشري حقوقو د تامینیدا، د بیان د آزادۍ، د ښاریزو دحقوقو او د ولسواکه نظام د بیرته راتلو زمینه برابره کړي.

طالبانو ډله  په ۲۰۲۱کال اګست کې په افغانستان کې  بیرته واک ته د رسیدا له وخت راهسې د نړیوالې ټولنې له خوا د رواوالي د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي. خو  دنړۍ  هیوادونه هم  ددغې غوښتې پوره کیدا په افغانستان  کې  د بشری حقوقو  د رعایتولو، د  ټول شموله حکومت د جوړولو  او دغه راز د بیان د آزادۍ پشمول له ځينو شرطونو سره  اړونده  کړې ده ، چې تر دې دمه ئې د طالبانو دحکومت له خوا  دپوره کیدا کومې نښې نښانې نه دي رابرسیره شوي.