په ایټالیا کې د کشتۍ په ډبېدو کې د ښځو او ماشومانو په ګډوکابو ۸۰ افغانان مړۀ شوي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128764-په_ایټالیا_کې_د_کشتۍ_په_ډبېدو_کې_د_ښځو_او_ماشومانو_په_ګډوکابو_۸۰_افغانان_مړۀ_شوي
 په دغو کسانوکې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیږي او له ترکیې  ایټالیا ته د سمندر له لارې په لرګینه کشتۍ کې روان وو،  چې د کښتۍ د ډوبېدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
(last modified 2023-03-01T00:10:39+00:00 )
Mar 01, 2023 04:35 Asia/Kabul
  •   په ایټالیا کې د کشتۍ په ډبېدو کې د ښځو او ماشومانو په ګډوکابو ۸۰ افغانان مړۀ شوي  

 په دغو کسانوکې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیږي او له ترکیې  ایټالیا ته د سمندر له لارې په لرګینه کشتۍ کې روان وو،  چې د کښتۍ د ډوبېدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغان خبرو سرچینو راپور ورکړی،د افغانستان د طالبانو دموقته  حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند

Image Caption

 

پرون ناوخته په یوه ټولینز پیغام کې ووئيل، د ايټاليا په سویلي سمندرګي د کشتۍ په پيښې کې کابو ٨٠  پورې افغان کډوال مړه شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي  په دغو کسانوکې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیږي او له ترکیې  ایټالیا ته د سمندر له لارې په لرګینه کشتۍ کې روان وو،  چې د کښتۍ د ډوبېدو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

 بلخي ویلی،دطالبانو م وقته حکومت ټولو هیوادوالو ته یو ځل بیا سپارښتنه کوي چې بهرنیوهیوادونو  ته د قاچاقي، ناقانونه او ناسمو لارو له لارې له تګ راتګه ډډه وکړي.

همدارنګه د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر خیریه بنسټونو او خصوصا د سره صلیب پر نړیوالي ادارې هم  غږ کړی چې د ایټالیا په سویلي سمندرګي کي د ډوبو شویو افغانانو د جسدونو په پیدا او منتقلولو کې دې  انساني دندو ته په پام سره  خپل مسووليتونه تر سره کړي.

تر دې مخکې ایټالیایي رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان، پاکستان، ایران او صومالیا په شمولن د یو شمېر هېوادونو تر ۲۰۰ زیات وګړي په دې کښتۍ کې سپارۀ وو.