هندوستان کښې د افغانستان د پخوانيو پوځي افسرانو اقامه ختمه شوې
په هندوستان کښې د افغانستان د تیر حکومت د پوځي افسرانو د اقامې د وخت په ختمیدو او د اقامتي مدارکو تمدیدولو ته یې د نوي ډیلي بې پامۍ، دغه پوځ سربداله کړي دي
د افغانستان د تیر پوځ لسګونه پوځیان چې د اشرف غني د حکومت له نسکوریدو مخکښې هندوستان ته تلې وو او اوس یې په دغه هیواد کښې د پاتې کیدو د مدارکو اعتبار پاې ته رسیدلی دی، له دې امله چې په هند کښې د افغانستان د سفارت بې پامي یې بولي، په نوي ډیلي کښې د افغانستان د سفارت مخې ته راغونډ شول.
دغو پوځیانو په دې خبرې سره چې هندوستان د هغوي د اقامې نوې کولو ته ګروهنه نه لري، د خپل وضعیت او برخلیک په هکله په نوي ډیلي کښې د افغانستان د سفیر د وضاحت غوښتنه وکړه.
په دغو کښې یو افسر د نوم د نه څرګندولو په غوښتنه وویل چې په هندوستان کښې د افغانستان سفیر له دوي سره ملاقات ته غاړه نه ږدي.
د ویلو ده چې په هند کښې د افغانستان سفارت لاهم د اشرف غني د حکومت په واک کښې دی او طالبانو تراوسه دغه هیواد ته کوم سفارتکار نه دی استولی.
دا په داسې حال کښې دي چې په وروستیو څو میاشتو کښې د افغانستان د تیر حکومت د پوځي زده کړو لسګونه محصلین، په هند کښې د خپلو زده کړو له پوره کولو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي. طالب چارواکو له دغو ځواکونو په هرکلي سره ویلي چې په هند کښې د روزل شویو پوځیانو له تجربو څخه به په مسلکي او تخصصي پوځي برخو کښې ګټه واخیستې شي.