د افغانستان په کال کې صادرات څه دپاسه 1.9 میلیادډالرو ته رسیدلي
د افغانستان په زیاته صادراتي شیانو کې ډبرین سکورۀ، وچه او تازه میوه،سبزیجات شامل دي، چې پاکستتان،هندوستان،تاجیکستان،ازبکستان،چین،متحده عربی اماراتو،قزاقستان ،ترکیې او ترکمنیستان ته صادر شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د صنعت او تجارت د چارو وزارت ویندوي عبدالسلام اخوند زاده پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په تیر یوه کال کې ددغه هیواد یو اعشاریه نهه میلیارډ ډالرو په ارزښت صادراتو ته په اشارې سره ووئیل ، په ۱۴۰۱لمریز کال کې د مخکیني کال په نسبت ترټولو زیاته اندازه صادرات ثبت شوي دي.
هغه روښانه کړې ده، د افغانستان په زیاته صادراتي شیانو کې ډبرین سکورۀ، وچه او تازه میوه،سبزیجات شامل دي، چې پاکستتان،هندوستان،تاجیکستان،ازبکستان،چین،متحده عربی اماراتو،قزاقستان ،ترکیې او ترکمنیستان ته صادر شوي دي.
په عین حال کې یو اقتصادي پوه او تاجر عبدالنصیر رشتیا آوا خبریال ته ووئیل، طالبانو دجمهوری پړاؤ په نسبت د صادراتو په زمینې کې لازیات بریالی عمل کړی دی. دهغه په وینا، د جمهوریت په وخت کې مالی فساد او ناکراريو په دلیل تاجرانو په هیواد کې له پانګونې سره څه خاص ګروهنه نه درلوده او د افغانستان صادارت هم تر ټولو ټيټې سوئې ته رسیدلي وو. خو اوس داسې نه ده او هم صادرات زیات شوي او هم له پانګونې سره دلچسپي زیاته شوې ده.