بغلان کې یوې سوداګرې مېرمنې ۶۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
بغلان کې یوې سوداګرې مېرمنې ۶۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې
په بغلان کې یوې ښځینه سوداګرې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۶۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د دې کارخونې مسؤله نفیسه اعتبار وایي، دغه کار خونه یې له تېر یو کال راهیسې فعاله کړې چې ښځې په دوو جلا جلا وختونو کې په کې د څرمنې، ګلدوزۍ، مریو او خامک ګنډلو په څېر د خیاطۍ بېلابېلو برخو کې پر کار بوختې دي.
نوموړي زیاتوي، د یادې کارخونې له جوړېدو یې موخه له هغو مېرمنو سره مرسته ده چې له زدهکړو بې برخې پاتې شوي.
د یادونې وړ ده چې په تېر یوه کال کې د بغلان په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو لپاره د خیاطۍ ګڼې کارخونې او د لاسي صنایعو دوکانونه جوړ شوي چې موخه یې له هغو بېوزلو مېرمنو سره مرسته ده چې له زدهکړو څخه بې برخې پاتې دي.