د طالبانو مشر د زندانیانو د بخښنې حکم وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130070-د_طالبانو_مشر_د_زندانیانو_د_بخښنې_حکم_وکړ
د افغانستان د طالبانو مشر د روژې میاشتې په مناسبت په قندهار او هلمند ولایتونو کښې د ۷۰ بندیانو د آزادۍ حکم ورکړی دی
(last modified 2023-03-25T23:52:22+00:00 )
Mar 26, 2023 04:14 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر د زندانیانو د بخښنې حکم وکړ

د افغانستان د طالبانو مشر د روژې میاشتې په مناسبت په قندهار او هلمند ولایتونو کښې د ۷۰ بندیانو د آزادۍ حکم ورکړی دی

د افغانستان د طالبانو مشر د روژې میاشتې په مناسبت په قندهار او هلمند ولایتونو کښې د ۷۰ بندیانو د آزادۍ حکم ورکړی دی

د آوا خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د مشر ملاهبت الله آخند زاده د حکم له مخې ۵۶ زندانیان په هلمند او ۱۴ تنه بندیان په قندهار ولایت کښې له زندانه خوشې شول.

دغه آزاد شوي قیدیان د طالبانو د حکومت له نومه د ناوړه استفادې، د غیرقانوني وسلې د ګرځولو، اخلاقي فساد او جنايي جرمونو په شان تورونو په وجه نیول شوي وو چې د مولوي هبت الله اخوندزاده له خوا د صادر شوي حکم له مخې وبخښل شول.