په ایران کې نیول شوي۲۵۰۰غیرقانوني افغانان دمیلک له لارې بیرته وګرځول شول
د ایران غیور پوله ساتونکي د خپل اسلامی وطن د پولو د ساتلو او د نورو هیوادونو د وګړو دغیر قانوني تګ راتګ دمخنیوي لپاره له الیکټرانيکي او آپټیکي تجهیزاتو څخه په استفادې سره شپه او ورځ فعالیتونه کوي.
د ایران د جنوب ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت د زابل سرحدي غونډ قوماندان ووئیل،دوه زره پنځه سوه هغه غیرقانوني افغانان چې په درست ایران کې پولیسو نیولي وو،د ایران او افغانستان دګډې پولې میلک له لارې بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
ایسنا خبري آژانس راپور ورکړی، د زابل غونډ قوماندان ډګروال علی رضا سنچولي نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، بهرني وګړي ،د واریدیدا اقامت او ویزې لپاره باید له قانوني لارو اقدام وکړي او که داسې نه وي ،نو دوي سره به قضائي چلند وشي.
هغه دغه راز ووئیل، سرحدي ځواک د تګ راتګ او د غیر قانوني دیره شوو کسانو سره په جدي توګه قانونی چلند په ایجنډا کې لري څو ددغې ښکارندې په تیره بیا د خلافو کارونو د ناسمو اغیزو او اجتماعي مشکلاتو سره اړونده چارې په ښه توګه مدیریت کړي.
د ایران غیور پوله ساتونکي د خپل اسلامی وطن د پولو د ساتلو او د نورو هیوادونو د وګړو دغیر قانوني تګ راتګ دمخنیوي لپاره له الیکټرانيکي او آپټیکي تجهیزاتو څخه په استفادې سره شپه او ورځ فعالیتونه کوي.