افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130828-افغانستان_له_ستر_بشري_ناورین_سره_مخ_دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. دغه سازمان په یوه تازه خپور شوي راپور کې ټینګار کړی چې افغانانو ته باید بشري مرستې ورکړل شي.
(last modified 2023-04-08T05:05:03+00:00 )
Apr 08, 2023 09:32 Asia/Kabul
  • افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. دغه سازمان په یوه تازه خپور شوي راپور کې ټینګار کړی چې افغانانو ته باید بشري مرستې ورکړل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیال  رامز الاکبروف وايي چې نړۍ په‌دې خطرناک پړاو کې افغانان نه شي پرېښودولی.

ورته مهال، په تېرو میاشتو کې د ځينو نړیوالو بنسټونو تر سره شوې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ زیاته کړې، په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره له غوښتل شویو ۴٫۶ مېلیارډ ډالرو نه یوازې ۲۱۳ میلیونه ډالره یې راټول شوي دي.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی وو، چې په افغانستان کې ۲۰ مېلیونه خلک له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او له دې منځه شپږ مېلیونه یې د قحطۍ په درشل کې دي.