افغانستان د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130940-افغانستان_د_فلسطین_د_مظلوم_ملت_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی افغانستان د یوه اسلامي هیواد په توګه تل د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ لپاره د قدس د نړیوالې ورځې هرکلی کړی دی.
(last modified 2023-04-10T02:05:02+00:00 )
Apr 10, 2023 06:28 Asia/Kabul
  • افغانستان د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی افغانستان د یوه اسلامي هیواد په توګه تل د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ لپاره د قدس د نړیوالې ورځې هرکلی کړی دی.

د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت  په یوې خبرپاڼه کښې په الاقصی جومات کښې په بې دفاع لمونځ ګزارو باندې د اسرائیلي ځواکونو وحشیانه حملې وغندلې.

د افغانستان خارجه  وزارت  پرون وویل ډاګینه کړه د مظلومو فلسطینیانو پرضد د اسرائیلي ځواکونو دا ډول بشر ضده اقدامات او د سپیڅلیو ځایونو سپکاوی د نړیوالو ، د اسلامي او د بشر دوستانه قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ  او د نړۍ د مسلمانانو د احساساتو راپارول او اسلامي سپيڅلتیاو او  ارزښتونو ته سپکاوی دی.

په هغو عمومي غونډو کښې چې نن سبا په افغانستان کښې ترسره کیږي د قدس د نړیوالې ورځې د ترسره کیدا او د فلسطین د ملت د مقاومت په ملاتړ کولو ټینګار کیږي.

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر صالحي مدرس هم وویل د قدس نړیواله ورځ د نړۍ د مسلمانانو د وحدت ورځ ده او په دغه ورځ ټول مسلمانان باید د صهیونیسټ رژیم پرضد خپل اعتراض اعلان کړي.