د طالبانو عمومي مشر:
افغانستان له خپلو ګاونډیو او نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی
Apr 18, 2023 10:41 Asia/Kabul
د طالبانو عمومي مشر په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو، اسلامي هېوادونو او نړۍ سره د اسلامي اصولو په رڼا کې مثبت تعامل غواړي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه منو ځکه چې دا کار نه د دوی په ګټه ده او نه هم د افغانستان په ګټه.
په افغانستان کې د طالبانو عمومي مشر د اختر په مناسبت په پیغام کې ویلي چې هر څوک باید پر حکومت باور ولري او د هر وګړی شرعي حقونه به په ښه ډول تامینیږي او په دې برخه کې یې له خلکو وغوښتل چې له محاکمو سره همکاري وکړي.
د دغه پیغام په یوه برخه کې راغلي: «د کلتور، پوهنې، اقتصاد، رسنیو او نورو برخو کې د پام وړ اصلاحي اقدامات شوي او د اشغال ناسم فکري او اخلاقي اغېزې د ختمېدو په حال کې دي.
ټیګونه