د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام:
د ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه اقتصادي بحران رامینځ ته کوي
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په خپل راپور کې ویلي چي پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیزونه به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړي.
د یادې ادارې په راپور کې ویل شوی چي د نجونو د زدهکړې او د ښځو د کار له دوام پرته افغانستان ځان بساینې ته نهشي رسېدای.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پرواګرام خبرداری ورکوي چي د طالبانو د حکومت له لورې په ښځو باندې لګېدلي محدودیتونه کېدایشي دې هیواد سره د نړیوالو مرستو د کمښت لامل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان پراختیايي پروګرام وړاندوینه کوي، که چېرې په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د تېر کال په څېر ۳،۲۷ میلیارد ډالره مرسته وشي، ناخالص داخلي تولید به یې ۱،۳ سلنه لوړ شي، خو که د طالبانو د سخت دریځو کړنو له امله مرستې ۳۰ سلنه کمې شي، ناخالص داخلي تولید به ۰،۴ سلنه نور هم ښکته شي.