ملګري ملتونه له افغانستانه وتلو ته چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131532-ملګري_ملتونه_له_افغانستانه_وتلو_ته_چمتو_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی ملګري ملتونه وايي، که د طالبانو حکومت ښځو ته د کار اجازه ور نه کړي،‌ له "افغانستانه د وتو پرېکړې" ته چمتو دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 19, 2023 02:10 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه له افغانستانه وتلو ته چمتو دي

زمونږ خبریال راپور راکړی ملګري ملتونه وايي، که د طالبانو حکومت ښځو ته د کار اجازه ور نه کړي،‌ له "افغانستانه د وتو پرېکړې" ته چمتو دي.

د یو این ډي پي رپوټ کې ویل شوي، چې نجونو ته د زدکړو او ښځو ته د کاري فعالیتونو له اجازې ورکولو پرته د افغانستان اقتصادي بیا رغېدنې بهیر پڅ ښکاري.

ملګري ملتونه وايي، که و نه توانېږي، چې طالبان افغان ښځینه کارکوونکو ته د دې سازمان په ځايي دفترونو کې د کار اجازې ورکولو ته وهڅوي، په مې میاشت کې له افغانستانه د وتلو ''زړه ماتوونکې'' پرېکړې ته چمتو دي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس  په رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې ''یو این ډي پي'' مدیر اچیم سټيېنر له قوله ویل شوي چې ملګري ملتونه په دې هیله له طالبانو سره مذاکرات کوي چې د روانې میاشتې هغې پرېکړې لړ کې به استثنا ورکړل شي، چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو ځايي ښځینه کارکوونکو د فعالیت مخه ونیوله.

د اي پي په رپوټ کې د نوموړي له قوله زیاته شوې چې ملګري ملتونه همدا اوس په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو ارزونه کوي، په مذاکراتو بوخت دي، خو په وینا یې پر بنسټیزو اصولو چې بشري حقونه دي هېڅ جوړ جاړی نه کوي.

ښاغلي سټيېنر وايي، طالبانو یو شمېر افغان ښځو ته د کار اجازه ورکړې، خو بل لور د ملګرو ملتونو یو رپوټ چې د سې شنبې پر ورځ خپور شوی ښيي چې افغانستان کې په داسې حال کې د لا نورو ښځو فعالیتونو ته اړتیا لیدل کېږي، چې د دې هېود اقتصاد مخ پر ځوړ وضعیت کې دی.