د طالبانو مشر د یوه ډله زندانیانو له آزادۍ سره موافقه وکړه
Apr 19, 2023 10:12 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر د حکم له مخې، د کوچني اختر په درشل کښې ۲ زره ۴ سوه ۶۰ زندانیان آزاد شول.
د طالبانو د حکومت د قضايي ادارې په وړاندېز او د دغې ډلې د مشر ملا هبت ا... اخوندزاده په موافقې سره، د کوچني اختر نه مخکښې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې له زندانونو څخه ۲ زره ۶ سوه او ۶۰ بندیان خوشې شول.
د طالبانو د مشر په حکم، د ۴۷۱ نورو زندانیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
له دې مخکښې په ټول هیواد کښې د آزادۍ د مستحقو زندانیانو د معلومولو لپاره یوشمیر کمیټې جوړې شوې وې.
د رمضان په میاشت کښې او د کوچني اختر نه مخکښې په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې هر کال ځیني زندانیان بخښل کیږي.
ټیګونه