د طالبانو مشر د یوه ډله زندانیانو له آزادۍ سره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131552-د_طالبانو_مشر_د_یوه_ډله_زندانیانو_له_آزادۍ_سره_موافقه_وکړه
د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر د حکم له مخې، د کوچني اختر په درشل کښې ۲ زره ۴ سوه ۶۰ زندانیان آزاد شول.
(last modified 2023-04-19T05:59:44+00:00 )
Apr 19, 2023 10:12 Asia/Kabul
  • د طالبانو مشر د یوه ډله زندانیانو له آزادۍ سره موافقه وکړه

د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر د حکم له مخې، د کوچني اختر په درشل کښې ۲ زره ۴ سوه ۶۰ زندانیان آزاد شول.

د طالبانو د حکومت د قضايي ادارې په وړاندېز او د دغې ډلې د مشر ملا هبت ا... اخوندزاده په موافقې سره، د کوچني اختر نه مخکښې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کښې له زندانونو څخه ۲ زره ۶ سوه او ۶۰ بندیان خوشې شول.

د طالبانو د مشر په حکم، د ۴۷۱ نورو زندانیانو د بند موده هم کمه شوې ده.

له دې مخکښې په ټول هیواد کښې د آزادۍ د مستحقو زندانیانو د معلومولو لپاره یوشمیر کمیټې جوړې شوې وې.

د رمضان په میاشت کښې او د کوچني اختر نه مخکښې په ډیرو اسلامي هیوادونو کښې هر کال ځیني زندانیان بخښل کیږي.