د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست وزیر:
د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي
Apr 21, 2023 11:05 Asia/Kabul
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع یو ځلې بیا ټنیګار کړی چې هیڅ وخت به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد استعمال کړي
د طالبانو دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب زاده د اختر په مناسبت په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی لاهم پرخپله ژمنه ولاړ دي او هیڅ وخت به د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ نه شي.
هغه ویلي چې لاهم یو شمېر مغرضۍ کړې په دې اړه منفي تبلیغات کوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښېږي، چې دوی یې په ککله ردوي.
ټیګونه