غزني کښې یو ښوونځي ته اور اچول شوی
نامعلومو کسانو د افانستان په غزني ولایت کښې یو بل ښوونځي وسوځوه
په داسې حال کښې چې د افغان نجونو لپاره ښوونځي تړل شوي دي، د روانې میاشتې په وړومبیو کښې نامعلومو کسانو په فاریاب ولایت کښې د نجونو یو ښوونځی سوځولی و.
او اوس په غزني کښې د یو ښوونځي د سوځول کیدو خبر خپور شوی دی.
په غزني کښې ولایتي سرچینو پرون وویل چې ناپيژاندو کسانو په دغه ولایت کښې د یو ښوونځي وودانۍ ته اور ورته کړی دی.
د غزني په مرکز کښې پروت د البیروني ښارګي ابتدايي ښوونځی پرون په عمدي توګه سوځول شوی دی.
ځايي سرچینو ویلي چې په دغه ښوونځي کښې موجود ټول شیان او تجهیزات چې څه باندې ۶۰۰ زده کونکي هلکان او جینکۍ په کښې پر زده کړو بوختې وې، سوځیدلي او له مینځه تلي دی.
دغه ښوونځي څلور کاله مخکښې د افغانستان تیر حکومت د غزني د کډوالو په ښارګې کښې جوړ کړی و.
دغو رسنیو د اور اچوونکو په هکله څه نه دي ویلي او په غزني کښې طالب چارواکو یې هم په هکله خوله ګنډلې ده.