طالبانو د ملګروملتونو په کړچار نیوکه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د موقته کابینې د مرستیال د دفتر مشر وویل ملګري ملتونه باید نړۍ ته د افغانستان حقیقي انځور وړاندې کړي.
د طالبانو د موقته کابینې د سیاسي مرستیال د دفتر مشر مولوي ذاکر پرون په کابل کښې د ملګروملتونو د استازندویه دفتر یوناما له مشر اسکاټ اسمیت سره په کتنې کښې وویل په افغانستان کښې امنیت تامین دی او په همدې خاطر د یوناما چارواکي په هیواد کښې له موجود امنیت څخه په استفادې کولو سره وتوانیدل چې د افغانستان لیرې پراتو سیمو ته سفر وکړي.
مولوي ذاکر زیاته کړه په افغانستان کښې د امنیت او د هوساینې د ټینګولو لپاره د طالبانو له هڅو سره سره ملګري ملتونه د طالبانو د حکومت بریاوې هغه ډول چې پکار دي د نړۍ خلکو ته نه انعکاسوي.
سره له دې اسکاټ اسمیت په دغه کتنې کښې په افغانستان کښې د انجلیو او د ښځو د زده کړې او د کار او کسب د له سره پیلولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل هڅه کوو چې د افغانستان په هکله د قطر په نن ورځې غونډې کښې د افغانستان د انجلیو او د ښځو د زده کړې او د کار لپاره مناسبې لارې چارې وړاندې کړو.
ټاکل شوي ده چې د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټریش په غوښتنه د دوحې غونډه نن او سبا د قطر هیواد په کوربه توب د بندو ورونو شاته ترسره شي.