د شانګهايي ملګرتیا موسسې د افغانستان روان حالت اندیښمونکی وباله
زمونږ خبریال راپور راکړی د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان روان حالت د اندېښنې وړبللی.
د شانګهای سازمان بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې ګډونوالو د افغانستان په روانو حالاتو اندېښنه ښودلې او د تماس ګډې ډلې پر جوړولو یې سلا کړې.
د افغانستان د لرې او نږدې ګاونډیانو په دغه ناسته کې ګډونوالو په خپل وار په غیاب کې د افغانستان د روان وضعیت یادونه کړې، ځکه خپله د افغانستان استازی پکې نه و.
د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه دې ناسته کې د کوربه هېواد هند بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان کې د داسې یوه حکومت اړتیا ده چې هم د خپلو وګړو حقونه خوندي کړي او سیمې او نړۍ ته د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي.
سوبرامانیان جي شنکر وايي. دم ګړی د بشري وضعیت سره مرسته باید لومړیتوب وي.
خو د هند سیال پاکستان بیا له افغانستان سره د ټولو هېوادونو په ګډه چلند ټینګار کوي او وایي همغږي کولای شي هلته د تیرو وخت د تیروتنو مخه ونیسي.
بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه هند ته تللی وایي، دوی له وړاندې د افغانستان له واکمنو چارواکو طالبانو سره د ټولو ګډې اندیښنې شرېکې کړې دي.
:''په افغانستان کې روان وضعیت نوې ننګونې او فرصتونه له ځان سره لري، موږ له نړیوالې ټولنې هلته له چارسمبالي حکومت سره د مانا لرونکو اړیکو غوښتونکي یو، د نړۍ یووالی به هلته له حالاتو سره مرسته وکړي. موږ باور لرو چې د شانګهای سازمان د تماس ډله له افغانستان سره عملي همغږي رامنځته کولای شي.''
دغه ناستې ته د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ورغلی و .
نوموړي بیا له طالبانو وغوښتل، چې له نړۍ سره کړې ژمنې عملي کړي څو افغانستان په نړیواله کچه له انزوا څه ویستل شي.
خو ښاغلي لاوروف دلته خپله سیاله امریکا په سیمه او افغانستان کې د حالاتو په خرابولو تورنه کړه:''وضعیت لاهم خراب دی، ګواښونه پر ځای دي، امریکا د بل یرغل هڅه کوي، د قناعت وړ شواهد شته چې امریکا له ترهګرو ډلو لکه داعش، ترکستان اسلامي غورځنګ او القاعدې ملاتړ کوي، امریکا په دې هڅه کې ده چې په منځنۍ اسیا، افغانستان او سیمه کې پوځي اډې ولري، دا ډول هڅې لوی ګواښ پېښوي.''
په افغانستان کې د طالبان حکومت لا د شانګهای سازمان د غونډې ګډونوالو تازه اندیښنې او غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
خو څو ورځې مخکې د همدې سازمان د دفاع وزیرانو غونډه چې هغه هم په هند کې ترسره شوې وه ورته اندیښنو ته په ځواب کې ویلي وو چې له افغانستان له خاورې کوم هېواد ته ګواښ نشته او دوی له نړۍ سره کړو ژمنو ولاړ دي.