May 10, 2023 04:25 Asia/Kabul
  • د افغانستان هرات ته د ایران لومړنۍ ریل ګاډی  ورسید

د ایران لومړنی ریل ګاډی په ازمیښتي توګه  د هرات –خواف در یل پټلۍ له لارې  دافغانسان په لویدیځ کې هرات ته ورسید.

آوا خبری آژانس راپور ورکړ، د  ایران دغه ریل ګاډی په ازمیښتي توګه  وړمه شپه  په افغانستان  د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي  ځل لپاره  دافغانستان  د هرات ښار  په روزنک تمځاي  کې ودرید.

د هرات ولایت د ټرانسپورټ ادارې مسئولاانو هیله ښودلې ده ،ډير زر به د دایمي ریل ګاډو  حرکت  هم  دایران او افغانستان  په اړونده  لارې کې  پیل شي.

داپه د اسې حال کې دي چې  د پخواني حکومت په دوران کې  هم  باری اورګاډی په ازمیښتي توګه  د خواف هرات  ریل لارې په وسیله  روزنګ  تمځاي ته  وارد شوی ؤ،خو  په وروستیو حالاتو پسې  دغه بهیر دریدلی ؤ.

 داقتصادي کارپيژاندو په ونیا  ددې پروژې پرانیسته  به ددواړو هیوادونو په اقتصادي اوتجارتي  چارو کې  ډيرې مهمې اغیزې وشیندي او ددواړو لورو په تیره بیا  دافغانستان  د ولس لپاره به زیات کارورزګار زمینې برابرې  او شیان به ئې  هم صادر شي.

 

ټیګونه