د ایران او افغانستان تر مینځ د اړیکو په پراختیا د عبدالله عبدالله ټینګار
د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر په کابل کې د ایران له سفیر او ځانګړی استازي سره په کتنه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.
عبدالله عبدالله تېره ورځ په خپل ټوییټر کې ولیکل چي په کابل کې د ایران له سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي سره ملاقات کړی دی او د ایران د همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې ده.
له دې مخکې د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی هم د ایران له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان د ستونزو د هوارولو په موخه د سیمې د هیوادونو تر مینځ د نظر یووالې په ضرورت ټینګار کړی وو.
هغه ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی وو او په ایران کې افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو له وړاندې کېدو څخه مننه کړې وه.
افغنستان اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو او انساني کړکېچونو څخه چي د امریکا د ۲۰ نیواک په نتیجه کې رامینځ ته شوي دي، ځوریږي. دغه ۲۰ کلنه جګړه د افغانستان ټول بېخ بناوې له مینځه وړي دي.