له طالبانو سره د قطري چارواکو صلاح مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132784-له_طالبانو_سره_د_قطري_چارواکو_صلاح_مشورې
د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر پرون په قندهار کښې له طالب چارواکو سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-05-13T03:00:31+00:00 )
May 13, 2023 07:25 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره د قطري چارواکو صلاح مشورې

د قطر وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر پرون په قندهار کښې له طالب چارواکو سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د قطر او طالبانو پلاویو د دواړو هیوادونو ترمینځ د لازیات باور جوړونې او د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا او هم داشن د ښوونې، روغتیا او اقتصاد په شمول مختلفو برخو کښې د ملګرتیا په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

مجاهد زیاته کړه چې په دغه کتنه کښې د طالبانو د موقته حکومت رییس الوزرا ملا محدحسن اخوند د قطر له وزیراعظم محمد عبدالرحمن آل ثاني او د دغه هیواد د امنیتي ادارې له مشر عبدا... بن محمد الخلیفي سره په کتنه کښې، د افغانستان په وړاندې د قطر د ښه نیت هر کلی او د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د افغانستان په سویل کښې پروت قندهار ولایت په ۲۰۲۱ کال کښې په دغه هیواد باندې د طالبانو له ولکې وروسته ډیر سیاسي اهمیت موندلی دی.

د قندهار زیاتره خلک پښتانه دي چې په حقیقت کښې د طالبانو د ملا تیر دی، داشان چې د طالبانو ګڼ جګ پوړي چارواکي له دغه ولایت څخه دي.