د افغانستان ملي مقاومت جبهې د طالبانو برید په شاوتمبوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132796-د_افغانستان_ملي_مقاومت_جبهې_د_طالبانو_برید_په_شاوتمبوه
د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې يې، د طالب جنګیالیو يو برید پر شا تمبولی دی.
(last modified 2023-05-13T05:23:48+00:00 )
May 13, 2023 09:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان ملي مقاومت جبهې د طالبانو برید په شاوتمبوه

د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی چې د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې يې، د طالب جنګیالیو يو برید پر شا تمبولی دی.

دغه جبهې په یوه ټویټ کې ویلي، چې طالبانو د جمعې په ورځ  د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې د مقاومت ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د مقاومت جبهې زیاته کړه چې په دغه برید کې طالبانو سپکې او درنې وسلې وکارولې او د جمعې د ورځې له سهاره تر ماښامه پورې، د دواړو خواوو  ترمینځ، «سخته» جګړه روانه وه.

ويل کيږي چې په دې جګړه کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

طالبانو ددې تازه نښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو پخوا يې ويلي وو دوی ځواکونه به هيڅ ډلې او شخص ته اجازه ورنکړی چې زموږ د وګړو امنيت او هوساينه خرابه کړي.

‏بلخوا د تېر نظام د اطلاعاتو او کلتور وزیر طاهر زهیر له اسلامي امارت سره یو ځای شوی دی.

نوموړی وايي؛ په تېرو دوو کلونو کې له قومونو او مذهبونو سره د اسلامي امارت تعامل او چلند ښه و، او خلک ترې راضي دي.

ښاغلي زهیر د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملي مقاومت جبهې په تخار کې د خپلو ځواکونو پر پوستو د طالبانو له خوا د پراخ برید خبر ورکړی دی.

بلکې څه موده وړاندې د پخواني پوځ يو جګپوړی  قومندان اکمل اميري په پنجشېر کې دطالبانو سره د وسله‌والې نښتې پر مهال له خپلو دوو تنو ملګرو سره ووژل شو.