د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې د ګوزڼ واکسیناسیون پیل شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د ګوزڼ یا «پولیو» ضد واکسين فرعي کمپاين نن پيل شو.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان وايي، دغه کمپاین به د ثور یا غويي میاشتې له ۲۵ څخه تر ۲۸ نیټې پورې د هېواد د ۲۳ ولایتونو اړوند په ۲۱۷ ولسوالیو کې پلی شي.
ښاغلی زمان زیاتوي د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۶٫۴ مېلیونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي واکسين شي.
د عامې روغتيا وزارت وياند له قومي مشرانو او والدین وغوښتل چې د دوی له ټیمونو سره د پولیو واکسین د تطبیق په خاطر په خپلو سیمو کې همکاري وکړي.
په افغانستان کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین په داسې حال کې پيل شوی چې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ دوه تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په پولیو ناروغۍ اخته يوه يې نازو نوميږي او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ اوسېدونکې ده.
يو ځوان چې عاطف اتمانزی نوميږي، کلونه مخکې ګوزڼ وهلی او سره له دې چې لوړې زده کړې یې کړي، اوس د ژوند په کړاو اخته دی.
پولیو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین په مټ د مخنيوي وړ ده.
دغه ناورغي زیاتره په ماشومانو کې خپریږي او د دایمي فلج یا مړینې لامل کېږي.