د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې د ګوزڼ واکسیناسیون پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i132918-د_افغانستان_په_بیلابیلو_ولایتونو_کښې_د_ګوزڼ_واکسیناسیون_پیل_شو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د ګوزڼ یا «پولیو» ضد واکسين فرعي کمپاين نن پيل شو.
(last modified 2023-05-15T05:32:13+00:00 )
May 15, 2023 09:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې د  ګوزڼ واکسیناسیون پیل شو

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د ګوزڼ یا «پولیو» ضد واکسين فرعي کمپاين نن پيل شو.

د ‌عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان وايي، دغه کمپاین به د ثور یا غويي میاشتې له ۲۵ څخه  تر  ۲۸ نیټې پورې د هېواد د ۲۳ ولایتونو اړوند په ۲۱۷  ولسوالیو کې پلی شي.

ښاغلی زمان زیاتوي د دغه کمپاین په ترڅ کې به ۶٫۴ مېلیونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه کم وي واکسين شي.

د‌ عامې روغتيا وزارت وياند له قومي مشرانو  او والدین وغوښتل چې د دوی له ټیمونو سره د پولیو واکسین د تطبیق په خاطر په خپلو سیمو کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د پولیو واکسین فرعي کمپاین په داسې حال کې پيل شوی چې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ دوه تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په پولیو ناروغۍ اخته يوه يې نازو نوميږي او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ اوسېدونکې ده.

يو ځوان چې عاطف اتمانزی نوميږي، کلونه مخکې ګوزڼ وهلی او سره له دې چې لوړې زده کړې یې کړي، اوس د ژوند په کړاو اخته دی.

پولیو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین په مټ د مخنيوي وړ ده.

دغه ناورغي زیاتره په ماشومانو کې خپریږي او د دایمي فلج یا مړینې لامل کېږي.