بلخ ولایت کښې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133012-بلخ_ولایت_کښې_د_څښاک_اوبو_څلور_شبکې_جوړې_شوې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په بلخ ولايت کې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړي شوي چې ارزښت يې (250) زره ډالرو ته رسيږې.
(last modified 2023-05-17T07:02:47+00:00 )
May 17, 2023 11:25 Asia/Kabul
  • بلخ ولایت کښې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړې شوې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په بلخ ولايت کې د څښاک اوبو څلور شبکې جوړي شوي چې ارزښت يې (250) زره ډالرو ته رسيږې.

دغه د اوبو شبکې د USAID اوBHAموسسو په مالې ملاتړ د (249) زره او (743) امريکايي ډالرو په ارزښت د بلخ ولايت په څلورو ولسواليو کې جوړي شوي دي .

مولوي يار محمد بشير د ياد ولايت د کليو بيارغونې او پراختيا رياست رئيس رسنيو ته وويل چي يادي شبکې د چهاربولک ولسوالۍ په خواجه روشنايې کلي کي ,د چمتال ولسوالۍ په پشمه قلعه کلي کې ,د بلخ ولسوالۍ په اصفهان کلي کې او د دولت آباد ولسوالۍ په شنګل آباد کلي کې جوړي شوي دي .

ښاغلي بشير زياته کړه چي شاوخوا (249) زره (743) امريکايي ډالره په ارزښت دغه شبکي جوړي شوي چي په وسيله يې ډير شمير کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوي دي.

تردې وړاندې د‌ افغانستان په غزني ولايت کي د (18) ميليونو افغانيو په لګښت د‌ اوبو بند د جوړولو کارونه شروع شوې وو.