د افغانستان ارزګان ولایت کې د کرونا پېښې زیاتې شوي
د افغانستان ارزګان ولایت د طالبانو د روغتیا چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شوي او له همدې امله دوی ۷۵ زره کسانو ته د کرونا ویروس د مخنیوي واکسین تطبیقوي.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، تېرو دوو میاشتو کې د کرونا ناروغۍ زور اخیستی چې د ۱۰۰ کسانو ټسټونو کې تر نیمې زیاتې پیښې مثبتې ختلې دي.
نوموړی زیاتوي، د کرونا ناروغۍ د کنټرول په موخه یې تېره ورځ په ټول ارزګان کې د WHO سازمان په مالي ملاتړ او د ۱۶۰ کارکوونکو پر مټ د کرونا ضد واکسین ۲۰ ورځنی کمپاین پېل کړی چې یوه دوره یې مخکې هم تطبیق کړی دی.
دی وايي: « تېرو دوه مياشتو کې چې کوم ۱۰۰ ټيسټونه وشول د ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې مثبت راغلل دا په دې معنا چې دې ورستيو کې کرونا زیاته شوې.»
هغه کسان چې تازه يې د کرونا ويروس ضد واکسين لګولی وایي، چې دوی اوس هم د کرونا ويروس له خپريدو ويره لري او زياتوي چې په لېرې سيمو کې دغه ويروس لا هم د خپریدو په حال کې دی.
دوی غوښتنه کوي چې پر ټولو خلکو دې یاد واکسین تطبیق شي.
کرونا ويروس چې په لومړی ځل په چين هېواد کې خپور شو او په ډیرې چټکۍ سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسید تر دا مهال یې د لکونو انسانانو ژوند اخیستی دی.