تورخم له لارې د افغانستان او پاکستا سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی
د افغانستان په ختیز تورخم کې چارواکی وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی خو افغان سوداګر او موټر چلوونکی بیا شکایت کوی چې پآکستانی لوری اوس هم د دوی پر وړاندې ستونزۍ جوړوي او چارې بې په ځنډ ترسره کیږي
دافغانستان په ختیز تورخم کې چارواکی وایي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی خو افغان سوداګر او موټر چلوونکی بیا شکایت کوی چې پآکستانی لوری اوس هم د دوی پر وړاندې ستونزۍ جوړوي او چارې بې په ځنډ ترسره کیږي
په تورخم ښارګوټي کې پوځي کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب وایي دپخوا په پرتله اوس دتورخم له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرې کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی .
نوموړی وایي هره ورځ ددواړو هیوادو تر منځ خواوشاه شل ملیونه افغانۍ سوداګریزه راکړه ورکړه ترسره کیږي.
مولوی عصمت الله یعقوب وایی وایي اوسمهال د تورخم له لارې له پاکستان سره د سوداګرۍ کچه پنځه میلیارده افغانیو ته لوړه شویده.
که څه هم چې چارواکي دسوادګرۍ په کچه کې د زیاتوالي لامل ددواړو هیوادونو تر منځ داړیکو ښه والي بولي خو افغان سوداګر او موټر جلوونکي لاهم ګیله من دي او وایي دډیورنډ پورې غاړه پاکستاني چارواکي ددوې پر وړاندې خندډونه جوړوي ، ګمرکي چارې یې پر خپل وخت نه ترسره کوي چې له امله یې هره ورځ په سوداګریزو توکو بار سلګونه لارې په کتار کې ولاړې وي.
داول داد په نوم افغان سوداګر ددواړو هیوادونو له مسولو چارواکو غواړي چې څومره زر کیدای شي دافغان سوداګرو دستونزو په حل کې اغیزناک ګامونه پورته او ددوې پر وړاندې پرته خنډونه لری کړي.
په تورخم کې دترانسپورت دبرخې مشر مولوي قدرت الله وایي پر کراتو یې له پاکستاني لورې سره د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو پر ستونزو خبرې کړي او له هغې لورې یې ژمنې هم ترلاسه کړی خو پر وینا یې چې په عمل کې یې هیڅ هم ندي شوي.
اوسمهال تورخم دافغانستان او پاکستان تر منځ دسوداګرۍ یوه له خورا مهمو لارو څخه ګڼل کیږي چې دافغانستان د عوایدو په لوړوالي او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.