په تهران کې د افغانستان سفارت کې اتیا سلنه ښه والی راغلی
د ایران پلازمینه تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست فضل محمد حقاني وایي، د افغانستان په سفارت کې د پخوا په پرتله اتیا سلنه ښه والی راغلی او لا هم د اصلاحاتو او غوره خدماتو وړاندې کولو هڅې کوي.

هغه زیاته کړې، په دغه سفارت کې په ایران کې د میشتو افغانانو چارې په ګړندي ډول ترسره کیږي او له یوې ورځې څخه بلې ته نه ځندیږي.
د حقاني په وینا د مرکز په لارښوونه د پاسپورټ په کلني تمدید کې لس ډالره زیاتوالی راغلی او په نورو مالي برخو کې هیڅ ډول تغیرات ندی راغلی.
په ایران کې افغان سفیر هیله ښودلې چې د پاسپورټ په کلني تمدید کې د لس ډالرو زیاتوالي موضوع باندې یو ځل بیا کتنه وکړي.