دافغانستان د بدخشان سرپرست والي په ځانمرګي بريدکې ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134000-دافغانستان_د_بدخشان_سرپرست_والي_په_ځانمرګي_بريدکې_ووژل_شو
که څه هم د دې برید مسئوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان ولایت  کې د طالبانو په امنیې قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسئو لیت چې  هغه پکې  وژل شوی  ؤ، داعش ډلې منلی و.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 06, 2023 07:12 Asia/Kabul
  • دافغانستان د بدخشان سرپرست والي په ځانمرګي بريدکې ووژل شو

که څه هم د دې برید مسئوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان ولایت  کې د طالبانو په امنیې قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسئو لیت چې  هغه پکې  وژل شوی  ؤ، داعش ډلې منلی و.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت  اړونده   چارواکي وايي، نن سهار د بد خشان  ولایت په مرکز فیض‌‌اباد ښار کې په ځانمرګي برید کې د بدخشان سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل شوی دی.

په راپور کې وئيل شوي دي، د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي  خبری رسنیو ته وویل، ځانمرګي د محکمې  په څلور لارې سیمې کې د بدخشان د سرپرست والي ګاډی په نښه کړ چې  د سرپرست والي پشمول یو بل کس هم پکې وژل شوی او  شپږ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم د دې برید مسئوولیت کومې ډلې نه‌دی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان ولایت  کې د طالبانو په امنیې قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسئو لیت چې  هغه پکې  وژل شوی  ؤ، داعش ډلې منلی و.

داعشي تکفیری ترهه ګرو همدا ډول د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید کړی و چې  یو شمیر نورو کسانو سره یو ځاي هغه هم  وژل شو.