طالبان په افغانستان کې دې ایران د سرم جوړونې کارخانه جوړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134046-طالبان_په_افغانستان_کې_دې_ایران_د_سرم_جوړونې_کارخانه_جوړه_کړي
 د افغانستان دروغتیائي چارو وزارت په خبرتیا کې وئیلی دي،دواړو لورو همداراز  دطبی ټيکنالوجیو او د درملو په برخو کې  د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د څرنګوالي په باب هم خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-06-06T21:41:16+00:00 )
Jun 07, 2023 02:09 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کې دې ایران د سرم جوړونې کارخانه جوړه کړي

 د افغانستان دروغتیائي چارو وزارت په خبرتیا کې وئیلی دي،دواړو لورو همداراز  دطبی ټيکنالوجیو او د درملو په برخو کې  د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د څرنګوالي په باب هم خبرې اترې وکړې.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانو د  موقته حکومت د روغتیائي چارو وزیر د ایران د صادراتو د ادارې له مشر سره په کتنې کې  په  افغانستان کې د  د ایران په وسیله د  سرم جوړونې د کارخانې د  دجوړولو غوښتنه وکړه.

 د افغانستان د روغتیائی چارو وزیر  قلندر عباد  د ایران د  اسلامی جمهوریت  دصادراتو د ادارې له مشر سره په  کتنې کې  ووئيل، مونږ تیار یوو ، چې  د افغانستان د  روغتیائی وزارت د ارزونو او څیړنو  او دغه راز له پلانونو  وروسته  له دوي سره د سرم جوړونې  د کارخانې  د جوړولو په زمینې کې بشپړ ملګرتیا وکړو، ځکه  د افغانستان  د ولس لپاره د روغتیائي  شیانو په تیره بیا د سرم  یا ګلوکوزونو ډيره زیاته اړتیا ده  چې مونږ ئې هیڅ وسایل نه لرو. او دا به  دافغانستان له ولس سره د ایران د اسلامی جمهوریت  د حکومت او ولس یوه بله ښیګڼه وي.

 د افغانستان دروغتیائي چارو وزارت په خبرتیا کې وئیلی دي،دواړو لورو همداراز  دطبی ټيکنالوجیو او د درملو په برخو کې  د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د څرنګوالي په باب هم خبرې اترې وکړې.